د ایران د ستر مذهبي مشر سلاکار محمد مخبر د اګست په دیارلسمې نېټې پر ټولنیزو رسنيو ليکلي، چې د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ستراتيژیکه پرېکړه کړې، که امريکا د ایران شرطونه پوره نه کړي، نو ایراني ځواکونه به اوسنۍ شخړه لا شدېده کړي او امريکا ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
مخبر ويلي، اوسنی وضعيت د دې ښکارندويي کوي، چې امريکا په فارسي خليج کې د ملګرو هېوادونو د ساتلو وړتيا نه لري.
نوموړي د سيمې د نوي سیسټم دايمي لاره د هرمز تنګي د اقتصادي امنيتي ميکانيزم پلي کول اړين بللی او په خبره یې، د دې سيسټم په تطبیق سره به د سيمې هېوادونه د امريکا پر پوځي ضمانت تکيه کمولی او پای کې ترې را وتلی شي.





























