د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریز کنفرانس په کابل کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړ شو. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو پراختیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو ده. د ایران د کرنې وزیر غلامرضا نوري قزلجه وویل، دواړه هېوادونه هڅه کوي د دوهاړخیزې سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي. نوموړي زیاته کړې، تهران به د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه لرې او د ګډ اقتصادي کمېسیون فعالیتونه پیاوړي کړي. د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او کرنې خونو استازو هم د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. د غونډې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پانګونې زیاتول، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو پراختیا بلل شوې ده.





























