«له فرهنګ سره د شي جین پينګ علاقه» پروګرام د چين ميډيا ګروپ له خوا په اذربايجاني ژبه ژباړل شوی او د خپرېدو مراسم يې د اګست په ۱۴مه نېټه د اذربايجان په پلازمينې باکو کې تر سره شول.
د اذربايجان اې ځي ټي وي(AzTV) او اې ار بي ۲۴ تلويزيون (ARB24) په جلا جلا توګه نوموړی پروګرام خپور کړی دی.
«له فرهنګ سره د شي جين پينګ علاقه» پروګرام کې د کلتور د ساتنې او پراختيا په اړه د شي جين پينګ کيسې ثبت شوې او د ده هغه نظريه ترې څرګنديږي، چې په کلتوري سمسورتيا هېواد سمسور کیږي او په کلتوري قوت ملت پياوړی کيږي، دغه راز کلتوري اثارو ته د ارزښت ورکولو او د کلتور د خپرولو لپاره د ده هڅې پکې احساسېږي.





























