د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د اګست په دې وروستيو کې په يوې اعلاميې کې د جنوبي کوريل ټاپوګانو له لومړي لوي ټاپو ايټوروپ ( د جاپاني لوري له خوا د ايتوروفو په نوم ياديږي) څخه د دغه هېواد د ولمسشر پوتين د ليدنې په اړه د جاپان د لومړۍ وزيرې تاکايچي سانای او خارجه وزير موتيګي توشيميتسو څرګندونې ردې کړي او ويلي يې دي، چې د دوی دغه څرګندونې په سايسي برخه کې بې ځايه دي او قانوني اعتبار نه لري.
زاخاروا ويلي، چې د دوهمې نړيوالې جګړې د پايلې، اړوند تړون او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د جنوبي کوريل ټاپوګانو ( د جاپاني لوري له خوا د شمالي خاورو په نوم ياديږي) واک له روسيې سره محفوظ دی. ايټوروپ ټاپو د جنوبي کوريل ټاپوګانو يوه برخه ده او هم د روسيې نه جلا کېدونکې خاوره ده. نوموړې د تاکايچي سانای او موتيګي توشيميتسو خبرې غوسه کوونکې او له انتقام غوښتنې څخه ډکې بللې او زياته کړې يې ده، چې د جاپان دغه څرګندونې به د دغه هېواد پر ټولو ګاونډيو هېوادونو او اسيا او ارام سمندر سيمې منفي اغېزې وکړي.
د روسيې د فډرالي امنيت کانګرېس مرستيال مشر ډيميټري ميدويديف د اګست په ۱۳مې نېټې ويلي، چې جنوبي کوريل ټاپوګانې پخوا د روسيې خاوره ده او تل به د روسيې خاوره وي او د تاکايچي سانای خبرې هېڅ حقيقت نه شي بدلولی.





























