نن سبا کېدای شي دا ناممکنه وي چې تاسو دې په خپل موبایل کې د اړیکو ټینګولو لپاره له مسېنجر او یا نورو داسې اپلېکېشنونو څخه ګټه وانه خلی، چې اړیکې ټینګول پرې اسانه شي؛ هغه که په صوتي، ويډیویي او یا هم لیکلې بڼه وي. هڅه وکړئ چې ملګري او هغه کسان چې کاري اړیکه ورسره لری، یو له بله بېل کړئ. کېدای شي د ملګرو په پرتله مو له هغو کسانو سره په ورځ کې ډېر کار پیدا شي، چې ګډه کاري اړیکه ورسره لری. په همکارانو کې مو هم کېدای شي داسې همکاران او یا کارکوونکي موجود وي، چې ډېره اړیکه ورسره لری. د هرې ډلې لپاره بېلابېل ګروپونه جوړ کړئ. که تاسو د یوه یوه کس پر ځای په ګروپ مسېج کې خپلې غوښتنې، معلومات او یا مشورې ولیکی، د ځان لپاره به مو کار اسانه کړی وي. اوس تازه واټس اپ ټولنيزې رسنۍ کې د نويو بدلونونو او پرمختګونو خبر ورکړل شوی دی، چې د خلکو د پام وړ ګرځېدلي دي. د دې ټولنیزې رسنۍ په نویو تغیراتو کې د پیغام او اړیکې لپاره نایټ موډ یا د شپې حالت تر څنګ، فېنګر پرېنټ په مرسته د واټس اپ بندولو او خلاصولو اسانتیا رامنځته کړې ده. د اړیکې او پیغام استولو دا مشهوره شبکه له هغه وروسته دا بدلونونه راولي، چې تر دې وړاندې فيسبوک په مسېنجر کې ورته تغیرات راوستل.