د امریکا د سمندري ځواکونو ځينو سرچېنو رسنيو ته ويلي، چې د تیوډور روزویلټ په نوم الوتکه وړونکې بېړۍ او شاوخوا ۵۰۰۰ سرتېري به په راتلونکو څو اونیو کې منځني ختیځ ته واستول شي.
دغه بېړۍ به د «واشنګټن» الوتکه وړونکې بېړۍ پر ځای دنده ترسره کړي او لږ تر لږه اووه میاشتې به هلته پاتې شي.
«واشنګټن» الوتکه وړونکې بېړۍ د روانې میاشتې په ۲۰مې نېټې د «لېنکن» الوتکه وړونکې بېړۍ ځای نیولی و. «لېنکن» تر دې مخکې شاوخوا ۲۰۰ ورځې په سمندر کې دنده ترسره کړې وه.
د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو له پیل راهیسې، امریکايي ځواکونه د دوامدارو او سختو پوځي عملیاتو له امله د سرتېرو د استراحت، د پوځي تجهیزاتو د ساتنې او د ځواکونو د بدلولو له لوړو فشارونو سره مخ دي.
تر دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې د «لېنکن» الوتکه وړونکې بېړۍ سرتېري د سختو پوځي عملیاتو او اوږدې مودې دندې له امله د ژوند له سختو شرایطو او رواني ناروغيو سره مخ دي او حتی ځينو یې سمندر ته د ځان غورځولو هڅې هم کړې دي.





























