د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټرېش ویاند سټېفن دوجاریک د اګست په ۲۷مې نېټې رسنيو ته ويلي، ملګرو ملتونو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هغه لیک، چې پر دغه هېواد د امریکا د نویو بندیزونو په اړه یې ورته استولی، ترلاسه کړی او د ايران د غوښتنې له مخې يې دغه لیک امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ ته استولی دی.
دوجاریک ویلي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش د هر هغه ګام او بیان په اړه اندېښمن دی، چې وضعیت نور هم خرابوي او پر دې ټینګار لري، چې خبرې د شخړو او ستونزو د حل لپاره يوازينۍ لار ده.





























