د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه سل زره افغانان له ایران او پاکستان هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، چې د روان کال له پیله بیا تر یوې اونۍ وړاندې پورې له پاکستان او ایران تر سلو زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. په راپور کې راځي چې د تېر ژمي په را رسېدو له پاکستان د کډوالو د تګ لړۍ ځنډول شوې وه، خو اوس بېرته پيل شوې. له ایران بیا د ژمي په موسم کې هم کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. یادې ادارې ویلي، دوی هیله لري چې ټول افغانان خپل هېواد ته ستانه شي او په دې توګه د خپل هېواد په ثبات او سوکالۍ کې ونډه واخلي. په راپور کې راځي چې د کډوالو نړیوالې ادارې تر خپلې وسې او له خپلو معیارونو سره سم له ټولو راستنو شوو کډوالو سره خپلې مرستې کړې دي.