د عربی متحده اماراتو خبري اژانس د سپتمبر په شپږمه نېټه خبر ورکړی چې د دې هېواد، سعودي عربستان، قطر، اردن، اندونيزیا، پاکستان، ترکيې او مصر په شمول د اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې د اسرائيل د امنيت وزير بين ګويل او د دفاع وزير کاټز هغه څرګندونې غندلې چې ویلي يې دي فلسطينيان دې له غزې څخه ووځي.
اعلاميه وايي چې اسرائيلي چارواکو په خپلو خبرو کې هغه پلان او ميکانيزم شامل کړی چې په زوره فلسطينیان له خپلو کورونو څخه وباسي. د دوی دغه څرګندونې د بشري قوانینو په شمول د نړيوالو قوانينو له اصولو څخه سرغړونه ده او د فلسطينیانو حقه حقونو ته مستقيم ګواښ هم دی.































