تاجکستاني رسنۍ وایي چې د المان او اغا خان بنسټ په مرسته به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د اتصال او لېږد را لېږد په موخه یو اوږد پل جوړېږي. تاجکستان ویلي چې ددې پل طرحه جوړه شوې ده او د عملي کار د پيل لپاره به یې ډېر ژر یوه هوکړه لاسلیک کړل شي. دغه ۱۸۵ متره اوږد پل به د تاجکستان د کاکول سیمه د تخار ولایت له آی خانم سره نښلوي. تر څنګ به یې ۵۰ کیلومتره سړک هم په یاده سیمه کې جوړېږي. تاجکستان وايي په دې سره به یې له افغانستان سره اړیکې نورې هم پیاوړې شي او د خلکو ترمنځ به تګ راتګ ددې سبب شي چې په سیمه کې اقتصادي او فرهنګي پراختیا رامنځ ته شي.