د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي چې د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو په هدف یې د هېواد په پنځو زونونو کې، د ځمکو د قطريي اوبه کولو ۴۲ شبکې جوړوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي پرون ازادي راډیو ته ویلي، چې دغه شبکې روان لمریز کال په کابل، ننګرهار، هرات او بغلان ولایتونو کې جوړېږي.
ښاغلي رستمي زیاته کړې، د ځمکو قطريي په اوبو کولو سره د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو سربېره، د اوبو له ضایع کېدو هم مخنیوی کېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د ویاند په خبره، یاد وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې په ځینو نورو ولایتونو کې هم دا ډول شبکې جوړې کړي.
له دغه پروګرامه د یادو ولایتونو بزګر هرکلی کوی او وايي چې تر ډېره به د دوی ستونزې ورسره راکمې او کرنیز محصولات به یې ډېر شي.