د هلمند سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې شنو خونو د بزګرانو کرنیز عواید زیات کړي دي.
د دغه ولایت د کرنې رییس زلمي الکوزي پرون ازادي راډیو ته ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز لښکرګاه ترڅنګ، په ځینو ولسوالیو کې د کرنې ریاست او خصوصي سکټور له خوا پر بزګرانو شنې خونې وېشل شوې دي، چې د بزګرانو په حاصلاتو کې یې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.
ښاغلي الکوزي زیاته کړې چې په دغو شنو خونو کې د کال په ټولو موسمونو کې، د بېلابېلو سابو او ترکاریو کرکېله کېږي او د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د عوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.
د یاد ولایت کروندګر د شنو خونو د وېش له لړۍ هرکلی کوي او وايي، که حکومت له دوی سره په وخت لازمې مرستې وکړي، د دوی په حاصلاتو کې به ډېر زیاتوالی راشي.