د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په محتده عرب اماراتو کې یې ۴۳ پروژې د پانګونې په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کړې دي. د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، د کانونو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په نړیوال کنفرانس کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۵۰ شرکتونو ګډون کړی و او افغانستان پکې ۴۳ پروژې پانګونې ته وړاندې کړې دي. مطفي ویلي، د دغو پروژو له اعلانه موخه په افغانستان کې د پانګونې لپاره دسترو شرکتونو جلبول دي. په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان چې په دغه کنفرانس کې ګډون لري وایي، په سترو پروژو کې امریکایي، اروپایي او خلیج هېوادونو ډېره لېوالتیا ښودلې ده.