د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ويلي، د دغه ولایت په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې د بېلابېلو مېوو نوي بڼونه جوړ شوي دي.
دغه بڼونه چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» په همکارۍ جوړ شوي دي، ۲۶ جریبه یې متراکم یا ګڼ بڼونه دي، چې معمولاً پر دویم کال حاصل ته رسېږي. په متراکمو بڼونو کې مڼه، ناک، ګیلاس او الوچې شامل دي.
د غزني د کرنې ریاست ویلي، د دغو بڼونو د جوړولو په پار یې د یاد ولایت ځینې مخکښ بڼوال د بڼونو د جوړولو له لارو چارو، خړوبولو، ګټې اخیستنې او د ناروغیو او افتونو د کنټرول په موخه، روزلي هم دي.
د دغو بڼونو جوړول له یوې خوا افغانستان د مېوو په برخه کې ځان بساینې ته نږدې کوي او بل لور ته د بڼوالو او بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لوبوي.