افغان حکومت وايي هڅه کوي په قانوني توګه بهرنیو هېوادونو ته افغان کارګر واستوي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي دوی له ګڼو هېوادونو سره خبرې روانې کړې دي او هڅه کېږي چې افغان کارګر په قانوني توګه واستول شي او په بهرنیو هېوادونو کې کار وکړي. د یاد وزارت وزیر سید عالمي بلخي وايي، له ترکیې، سعودي عربستان او ځينو نورو هېوادونو سره په دې برخه کې یو لړ لومړنۍ هوکړې هم لاسلیک شوې دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم ویلي، چې دوی له ځینو هېوادونو سره هوکړو ته رسېدلي دي او ټاکل شوې چې په قانوني توګه افغان کارګران ومني. ددغه وزارت په وینا په عربي هېوادونو کې شته افغان کارګران به هم په قانوني توګه هلته کار وکړي او له دغه هېوادونو سره هم هوکړې شوې دي. ددوی په وینا تر دې دمه نږدې ۴۰۰ سوه زره افغان کارګرانو د پاکستان په پاسپورت هلته کار کاوه چې له دې وروسته به قانوني بڼه خپله کړي او د خپل هېواد پاسپورتونه به واخلي.