دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

نوی کال نوی ژوند؛ تکراري ژوند مه کوئ!

حمیدالله حمیدي

اپریل 17, 2019
in ژوند
0 0

انسان باید تل په دې هڅه کې وي، چې راتلونکې ورځ یې تر تېرې هغه غوره وي او ورځ تر بلې په خپلو چارو کې پرمختګ وکړي او بریالی وي. پوهان وایي، هغه کسان چې تکراري ژوند کوي، د ژوندیو انسانانو په ډله کې نه راځي.

یوه ورځ پلار خپل یو کلن زوی ته لیک ولیک چې د لیک متن یوه برخه دا ډول وه: «زویه! همدا اوس چې ستا لپاره دغه لیک لیکم، پر تا باندې یو پسرلی، یو اوړی، یو منی او یو ژمی تېر شوي دي.

زویه! پوه شه چې له دې وروسته ژوند تکراري دی، نو د یوه داسې وخت په تمه شه، چې له دغو څلورو فصلونو څخه په یوه کې به یې ستا عمر ختمېږي.

زویه! هڅه وکړه چې له دغو تکراري فصلونو څخه یو غیر تکراري ژوند جوړ کړې.

ګرانه! له ټولو مخکې د کال له همدغو لومړیو څلورو فصلونو زده کړه، ستا د ژوند پسرلی د زیږېدو له ورځې تر ځوانۍ پورې دی، هڅه وکړه چې د پسرلي په شان شین، ښکلی او وغوړېږې، کولای شې د اوړي په څېر د ژوند په منځنیو وختونو کې د خپل عمر له مېوې څخه ګټه واخلې، خو منی چې په هغه کې به ته د ځوانۍ پاڼې تویوې او د تورو وېښتانو ځای به دې سپین وېښته نیسي، ستا د ژوند د بوډاتوب وختونه دي. دا فکر مه کوه چې ته به تل ژوندی وې، بلکې ژمی به ستا د ژوند وروستۍ شېبې وي او له دې فاني نړۍ څخه به سترګې پټوې.

زویه! کله چې په پسرلي کې د ګلونو، پاڼو، ښاخونو او بالاخره د ټولو شنو شیانو ښکلا وینې، نو ژمی هم په پام کې ونیسه، له دنیا څخه دې یوازې د خپل عمر په اندازه توښه ټوله کړه او پاتې عمر د اخرت لپاره وقف کړه؛ ځکه دا دنیا له ټولو ښېګڼو او بدیو سره سره له منځه ځي، خو اخرت بیا داسې ځای دی چې په هغه کې به تل وې، په اخرت کې هېڅ هم ستا په درد نه لګي، بې له خپلو اعمالو چې هغه به دې یا د جنت پر لور بیایي او یا هم خدای مه کړه د دوزخ.

زویه! دنیا د اخرت لپاره د کښت ځای دی؛ نو مه هېروه هر څه دې چې دلته وکرل په اخرت کې به یې رېبې. پر دې هم پوه شه، یو څه چې انسانان به د اخرت په ورځ له هغې ډېرې بدې ورځې کوي، هغه د وخت بېځایه تېرول دي، ان دا چې په دې نړۍ کې هم انسانان د وخت ارمان کوي، کله چې کال پرې تېر شي بیا یې ارمان کوي، مانا دا چې هر کال د تېر کال په ارمان وي. حضرت علي کرمه الله فرمايي: «هغه کسان چې دوې ورځې یې په یو شان تېرې شي، پوه شی چې دوی په زیان کې دي». نو کله دې چې لومړی پسرلی زما دغه لیک ولوست، د دې پر ځای چې د کور په پاکولو پیل وکړې، لومړی دې خپل زړه پاک کړه او داسې ژوند وکړه چې د کال په اخر کې د دې ارمان ونه کړې، چې دا کال مې څنګه په عبسیاتو تېر کړ.

ښه وخت درته غواړم!

مینه درسره لرم

ستا پلار»

ګرانو لوستونکو! موږ د هماغه یوه کلن ماشوم په څېر یو چې اوس لوی شوي یو او کولای شو دغه لیک ولولو او له محتوا یې ګټه واخلو.

ولې هر کال د تېر کال په ارمان؟ ځکه موږ هر کال تکراري کارونه کوو، کوم مو چې تېر کال کړي او پایله یې یو ډول راوځي، نو له ځان سره افسوس کوو چې یو کال مو بېځایه تېر کړ. که غواړی چې راتلونکی کال مو د تېر کال په پرتله په هر لحاظ ښه وي، نو لازمه ده چې تاسو هم توپیر یا بدلون وکړی او دا خبره په یوه شرط امکان لري، چې هغه مهالوېش دی.

سخته خبره نه ده، یوازې یوه A4 سپینه پاڼې واخلئ، په منځ کې یې په دوو برخو خط کشي کړئ، په ښي طرف کې مو د ضعف ټکي او بدۍ ولیکئ او په کیڼ طرف کې مو قوت او ښېګڼې. ښېګڼې مو د دې لپاره ولیکئ چې دا د خدای پاک یو نعمت دی، چې تاسو ته یې درکړی دی او پر نعمت باندې شکر ایستل، نعمت زیاتوي. ضعف او بدۍ مو د دې لپاره ولیکئ چې د حللارې ورته پیدا کړئ او له خپل وجوده مو یې ريښې وباسئ، چې درې برخې مشارطه، مراقبه او محاسبه په کې شاملې دي. د بېلګې په ډول، که دروغ وایاست، له ځان سره شرط کېږدئ چې تر بېګا پورې به دروغ نه وایاست دا مشارطه ده.

د دې لپاره چې ځان ته مو پام وکړی، څو دروغ ونه وایاست، دا مراقبه ده او دا چې د شپې حساب کوی چې د ورځې په اوږدو کې مو څو ځلې دروغ ویلي دي، دا بیا د محاسبې برخه ده. ډاډه اوسی چې د دې چارې په ترسره کولو سره به ډېر ژر له خپل وجود څخه بد عادتونه له منځه یوسی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هڅه مه کوئ په یوه وخت کې ټول بد عادتونه چې تاسو یې لری، له منځه یوسی؛ ځکه که داسې وکړی، کېدای شي په خپل کار کې مو د بریا کچه را ټیټه شي. که مو کمې نومرې واخیستې، مه نا هیلي کېږئ او کار مو مه خرابوئ، ډاډه اوسی چې ډېر ژر به مو دغه کړنه پایله ورکړي.

په دې هیله چې له دې وروسته مو دا شعار چې (هر کال د تېر کال په ارمان) پر دې شعار چې (هر کال بهتره له تېر کاله) باندې بدل شي.

Share43Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In