د کرنې وزارت ویلي، د ۴۷۱ میلیونو افغانیو په لګښت د هېواد په اتو ولایتونو کابل، ننګرهار، کونړ، هرات، بلخ، بغلان، پروان او لوګر کې د اوبو لګولو ۳۱ شبکې جوړېږي، چې نږدې نهه زره کورنۍ به ترې ګټه اخلي.
د یاد وزارت چارواکو ویلي، د اوبو لګولو دغه شبکې ۱۱زره او ۴۵۴ هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبوي او د دغو شبکو له اوبو به اته زره او ۶۸۵ بزګر او بڼوال ګټه اخلي.
د چارواکو په خبره، د اوبو لګولو د دغو شبکو جوړول د اوبو مدیریت ښه کوي او د اوبو د ضایعاتو کچه ټيټوي او تر څنګ یې د دې لامل کېږي، چې د کرنیزو محصولات تولید ډېر او کیفیت یې ښه شي.
د دوی په خبره، دغه شبکې د کرنې وزارت د دوو برناموCLAP او SNaPP-2 له خوا پلې کېږي او د کرنې د پراختیا لپاره د نړیوال مرستندوی صندوق «IFAD» له خوا تمویلېږي.