جرمنې له افغانستان سره د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه ۶۶ میلیونه ډالره مرسته کوي. د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې دغه پیسې به د ښې حکومتولۍ، پایدار اقتصادي پرمختګ، ښاري پراختیا او د ښاروالۍ د بنسټيزو پروژو په برخه کې لګول کېږي. سرچینه کاږي چې المان ددغه مرستې په بدل کې په افغانستان کې د فساد ورکېدل، اصلاحاتو راوستل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالۍ کمول، جنسیتي برابري او د کانونو د استخراج په برخه کې د شفافیت راوستو غوښتنه کړې ده. جرمني بیا ددغه مرستې تر څنګ ویلي، چې دوی له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پورې ۴۸۵ میلیونه ډالر کلنۍ مرستې ته ژمن دي.