د کرنې او مالدارۍ وزارت په فراه او بادغیس ولایتونو کې د پیازو د ساتنې لپاره ۴۵ صفر انرژي سړې خونې جوړوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي پرون ازادي راډيو ته ویلي، چې دغه سړې خونې به د روان کال په ترڅ کې د پیازو د ساتلو، کښت ته د بزګرو د هڅونې او په بازار کې د خرڅلاو د نرخ د کنټرول په هدف جوړې شي.
ښاغلي رستمي زیاته کړې چې دغه وزارت په پام کې لري، څو په نورو ولایتونو لکه کابل، پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردګو او غزني کې هم ورته سړې خونې جوړې کړي.
د یاد وزارت د چارواکو په خبره، دغه خونې به له بزګرانو سره د پیازو په ساتلو او همدارنګه د مناسب بازار په پیدا کولو کې ډېرې مرستې وکړي.