د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، په هېواد کې د ناامنیو له امله یو شمېر افغان سوداګر او پانګه وال خپلې پانګې له هېواد وباسي. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا ویلي، په دې وروستیو کې د یو شمېر سوداګرو د کورنۍ غړي تښتول شوي او امنیتي تهدیدونه ورته جوړ شوي دي. دده په خبره له همدې امله ډېری سوداګر په دې نیت دي چې خپلې پانګې له هېواد وباسي. افغان پانګه وال او سوداګر وايي، سږ کال په هېواد کې د پانګه والو د تښتولو او ګواښلو پېښې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتې شوي چې د پانګه والو او تولیدي فابریکو پر فعالیتونو یې ناوړه اغېز کړی. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکي ویلي و چې د هېواد د پانګه والو او سوداګرو خوندیتوب د دوی مکلفیت دی او په دې برخه کې جدي اقدامات پیل شوي دي.