د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي، چې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د کروندو ارزونې ښه یې، چې سږ کال به په دغه ولایت کې د قراردادي بزګرانو او خصوصي شرکتونو له خوا دوه زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو ويلي، په دغه ولایت کې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د تولید په موخه، په دوه زره جریبه ځمکه کې د غنمو ۱۴ بېلابېل ډولونه کرل شوي دي، چې له دغو کروندو څخه به کابو دوه زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تر لاسه شي. د ښاغلي الکو په خبره، د غنمو له دوو زرو مټریک ټنو اصلاح شويو تخمونو څخه به ۹۵۰ مټریک ټنه د هلمند پر بزګرو او ځمکوالو وېشل کېږي او پاتې نور به یې ځینو نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.