د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اړوند د منځ ویالې د اوبولګولو کانال، رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکو ویلي، چې د اوبولګولو دغه کانال ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۱۰۶ کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.
د اوبولګولو د یاد کانال د رغولو ټولیز لګښت ۵.۹ میلیونه افغانۍ دی، چې د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې (OFWMP) له خوا ورکړل شوی دی.
د دغه کانال په رغولو کې د سیمې ځینو اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده او ترڅنګ یې ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو مخنیوی هم شوی دی او دغه راز به ورسره د هغو ځمکو کرنیز محصولات هم ۲۵ سلنه لوړ شي، چې د دغه کانال له لارې خړوبېږي.