لیکوال: رحمن الله ناصري
(د عادت ځواک) تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی کتاب دی. د کتاب لیکوال چارلېز دوهېګ دی او پښتو ژباړه یې د افغان لیکوال د ژبو او ژباړې مرکز کړې ده. همدا پښتو بڼه یې ټولټال ۳۵۳ مخونه لري.
د کتاب محتوا د عادت پر ځواک یا د نوي او مثبت عادت پر خپلولو او بیا د هغه پر پایلو راڅرخي. کتاب کې د یوې مېرمنې لیزا الن په اړه چې زیات وخت یې په یوه اداره کې کار نه شوای کولای او له خپل زیات چاغوالي ځورېده، داسې راغلي: «لیزا د هغې د دوسیو له مخې دېرش کلنه وه، هغې په شپاړس کلنۍ کې سګرېټ څکول او شراب څښل پيل کړي وو او د ژوند په ډېره برخه کې له ډېر چاغښته ځورېدلې وه. یو مهال چې د خپل عمر په شاوخوا پنځه ویشت کلنۍ کې وه، پور ټولوونکو ادارو د (۱۰۰۰۰) ډالرو پور د ورکولو په لټه کې تر پوزې راوستلې وه. د هغې په سوانحو یا سي وي کې د هغې تر ټولو اوږده دنده تر یو کال نه وه غځېدلې.
خو دا مېرمن اوس د څېړونکو پر وړاندې له چست بدن او خوښې اروا سره ناسته وه او پښې یې داسې ښکارېدې، لکه د یوې غښتلې ځغاستونکې. د هغو تصویرونو په پرتله چې د هغې په دوسیو کې وو، نږدې لس کاله ځوانه ښکارېده او داسې ښکارېده، لکه په هغه خونه کې چې تر شته هر یوه کس ډېره په تمرین کې غښتلې وي. د هغې د ژوند د وروستي رپوټ له مخې پر هغې کوم پور نه و. اوس یې شراب هم نه څښل او د ګرافیک طراحۍ په یوه شرکت کې یې پر کار هم نهه دېرشمه میاشت اوښته.
یوه ډاکتر ترې وپوښتل: «له وروستني څکولي سګرېټه د څومره وخت شوی؟ او له دې سره یې هغه پوښتنې ترې پیل کړې، چې لیزا د مریلنډ له بېتېسوډا بهر دلته په دغه ازموینځای کې له دې وړاندې هم بیا بیا ځواب کړې وې.
هغې ځواب ورکړ: «شاوخوا څلور کاله او شپيته پونډه وزن مې هم بایللی او له هغې راهیسې په ماراتان د منډو سیالیو کې هم ګډون کوم». نوموړې د ماسټرۍ زده کړې هم پيل کړې وې او یو کور یې هم اخیستی و…».
عجیبه ده؛ کېدای شي تاسې هم وپوښتی چې څنګه هغه ټنبله، شرابي او پوروړې ښځه پر یوې داسې غښتلې او بریالۍ ښځې واوښته. خو یاد ساتئ، دغه کار ناممکن نه دی؛ یوازې ستاسې اراده او قوي عزم غواړي.
کتاب په همدې اړه له هغو عادتونو چې تاسې ترې ځورېږی، ډېرې ښې سپارښتنې لري. تاسې ته هغه لارې چارې ښيي، چې پر مټ یې تر خپلو خوښیو رسېدلی شی. کېدای شي له ډېرو مو اورېدلي وي، چې تاسې ټنبل یاستی یا تاسې کوښښ کوی، خو دغه کار ستاسې له سویې لوړ دی.
خو داسې نه ده؛ دغه کتاب مو تر هغو لوړو رسوي، چې تاسې په خوب کې ورختلي یاستی؛ خو یو شرط درنه غواړي، هغه دا چې بد عادتونه به مو پرېږدی او د ښو عادتونو د خپلولو لپاره به کلک عزم کوی.
په ټوله کې دغه کتاب د بدو عادتونو په پرېښودلو کې درسره مرسته کوي او د هغو عادتونو د خپلولو سپارښتنه درته کوي، چې تاسې ته رښتینې خوشالي درکوي.
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.