د پوهنې وزارت پر طالبانو غږ کړی چې د افغان ماشومانو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې نه تړلي. د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي پرون په هرات ښار کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي دوی هڅه کوي په افغانستان کې ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي. دده په وینا پر طالبانو غږ کوي چې د افغان ماشومانو پر مخ دې د ښوونځيو دروازې نه تړي، د تړلو ښوونځیو دروازې دې پرانیزي او که په دې برخه کې ستونزه لري له پوهنې وزارت سره دې د مذاکراتو لار پرانیزي. دده په خبره پوهنې وزارت تیار دی چې د ښوونځيو د پرانیستلو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي. میرویس بلخي ویلي چې تر دې دمه د پوهنې وزارت او قومي مخورو په هڅه ۳۰۰ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي خو په ټول هېواد کې ۴۰۰ ښوونځي لا هم د زده کوونکو پر مخ تړلي دي چې باید پرانیستل شي.