نړیوال بانک ویلي چې د افغانستان اقتصاد د سختې وچکالۍ له امله زیانمن شوی دی. نړیوال بانک په خپل یوه راپور کې ویلي سږ کال ښایي د افغانستان وضعیت د ورښتونو د زیاتوالي له امله ښه شي، خو اقتصادي وده به یې کمزورې وي. د نړیوال بانک په حواله، د افغانستان اقتصاد په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یوازې یو فیصد وده کړې. نړیوال بانک همدا راز وایي د افغانستان د اقتصاد د کمزورې ودې نور ستر عوامل همدا روانې جګړې او وچکالي دي.