د پکتیا ولایت د سوداګرۍ خونه وایي چې په دغه ولایت کې د معیاري ګمرک د نشتوالي له امله له پاکستانه، هېواد ته د ټیټ کیفیت درلودونکي مواد را واریدېږي. د یادې خوني رییس نصیر عالمیار وویل، په ورځني ډول له ۱۵۰ تر دوه سوه پورې موټر ددغه ولایت له لارې پاکستان ته تګ راتګ کوي خو تر اوسه په دې ولایت کې ورته په معیاري وسایلو سمبال ګمرک جوړ شوی نه دی. هغه زیاتوي چې دوی یاده موضوع څو ځلې له مالیې وزارت سره شریکه کړې او د ستونزې د هواري ډاډ یې ورکړی دی خو په خبره یې تر اوسه په دې برخه کې اړین اقدامات نه دي شوي.