د پکتيکا د پوهنې رياست له لوري د پاکستاني نصاب پنځه زره جلده کتابونه چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې دغه رياست په ګدامونو کې ساتل له منځه يووړل شول. د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق ويلي، دغه کتابونه يې ځکه پر اوبو لاهو کړل چې د افغانستان نصاب نه وو او په اردو ژبه لیکل شوي وو. د پوهنې وزارت چارواکي هم وایي، دغه کتابونه په افغانستان کې د استفادې وړ نه وو او بله دا چې وزیرستاني کډوال هم بېرته له پکتیکا ستانه شوي او ددغه کتابونو ساتلو ته اړتیا نه لیدل کېده. د یادونې وړ ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې د پکتیکا د پوهنې په ریاست کې پر اردو ژبه زرګونه جلده کتابونه وموندل شول چې ورسره د خلکو غبرګونونه هم راوپاريدل خو وروسته معلومه شوه چې دغه کتابونه يونسف موسسې ورکړي دي.