د ترکیې هېواد د بشردوستانه مرستو ادارې په افغانستان کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. د انادولو اژانس د خبر له مخې دا مرسته د تیکا ادارې لخوا له ۱۰۰۰سیلاب ځپلو کورنیو سره شوې ده. په دې مرستو کې وریجې، اوړه، غوړي، لوبیا، شین چای او رومي بانجان شامل دي. یادې ادارې ویلي چې هېواد یې ددې مرستو سربېره په نورو برخو کې هم له افغانانو سره مرستو ته چمتو دی او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي. د یادونې ده چې وروستیو سیلابونو د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ زیانمنې کړې او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.