د هېواد د سوداګرۍ خونه وایي، په کابل کې د لویې جرګې د جوړېدو له امله په لوړه کچه احضاراتو د خلکو اقتصاد ته زیان اړولی دی او ورځنۍ چارې یې په ټپه درولې دي. دوی وایي حکومت باید د دا ډول غونډو جوړولو او ورته تدابیرو تر نیول کېدو وړاندې د خلکو ورځنیو ستونزو او اړتیاوو ته هم پام وکړي. د یادې خونې ویاند توفیق داوري وایي چې یوې اوونۍ رخصتي او د کابل بازارونو تړل کېدو خلک په تېره بیا خصوصي سکټور ته ستر زیان اړولی دی. د هغه په خبره له همدې امله په خوراکي او تجارتي مالونو بار سلګونه موټر د کابل په دروازو کې درول شوي او ډېری یې په داسې توکو بار دي چې ژر خرابېږي.