په هلمند کې ګڼ شمېر ښوونکي د خپلې اتحادیې له لارې د دې ولایت د ټولو سیمو د ښوونکو سره په ګډه یوې موافقې ته رسېدلي. دوی وايي، که معاشونه او نومرې ورنهکړل شي، د هلمند ۱۱۷۰ ښوونکي دندې پریږدي. د هلمند د پوهنې د ریاست مسؤلین زیاتوي، د ښوونکو د دغه خبرداري په خاطر يې وزارت ته راپور ورکړی دی، خو تراوسه يې مثبت ځواب نهدی ترلاسه کړی. دا پهداسې حال کې ده چې په هلمند کې له لومړي سره ۲۸۰۰ ښوونکي کم دي چې د پوهنې د نوي رئیس په هڅو د خالي تشکیل د ډکولو هڅې له وړاندې پیل شوي دي. که دغه ښوونکي خپلې دندې پرېږدي لږ تر لږه ۴۸ زره زده کوونکي به له زدکړو پاتې شي. ویل کېږي د یو شمېر ښوونکو نېږدې نهه میاشتې حق الزحمه معاشونه چې ۹ میلیونه افغانۍ کې نه دي ورکول شوي.