پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

په روژه کې د خوړو غذایي ارزښت ته پام وکړئ نه، ډېروالي ته!

حمیدالله حمیدي

مې 8, 2019
in ژوند
0 0

د روژې مبارکه میاشت د خدای پاک د مېلمستیا میاشت ده. دا چې دغه میاشت د کلونو په تېرېدو سره په بېلابېلو فصلونو کې راځي، نو څومره چې ورځې اوږدېږي او ګرمي زیاتېږي، نو غذایي ارزښت هم پکې دوه برابره کېږي. د دې لپاره چې د معدې له ناروغیو او ستونزو سره مخ نه شی، باید په روژه ماتي او پشلمي کې داسې خواړه وخورئ چې غذایي ارزښت یې یو څه زیات وي، څو مو د ورځې په اوږدو کې د بدن انرژي دومره پوره کړي، چې تر بل روژه ماتي پورې ورسېږی.

په روژه کې د بدن د اوبو کمښت روژه نیوونکي له ستونزو سره مخ کوي، ځکه د سهار له اذانه د ماښام تر اذانه پورې بدن ته خواړه نه رسېږي او بل دا چې پشلمي ته پورته کېدل، هم انسان بې خوبه کوي. بې خوبي او د بدن د اوبو کمښت دواړه چې سره یو ځای شي، نو د سخت سردرد لامل کېږي.

د سنګاپور د عمومي روغتون د تغذیې د برخې متخصص ډاکټر وایي، که په روژه کې مناسب خواړه او څښاک مصرف کړی، کولی شی چې په اسانۍ سره روژه ونیسی او هېڅ ستونزه درته پېښه نه شي.

۱- پشلمي ته ارو مرو پورته شئ

له روژې پرته سهارنۍ د ورځې په اوږدو کې تر ټول ډېر ارزښت لري، خو په روژه کې بیا د پشلمي ارزښت دوه برابره کېږي. ډېری کسان پشلمي ته په را پورته کېدو خوب ته ډېر ارزښت ورکوي، خو دا له ځان سره جفا ده. له یوې خوا له ټاکلي ثواب څخه ځان محروموي او له بلې خوا یې روغتیا ته زیان اوړي.

۲- په روژه ماتي ډېر خواړه مه خورئ

لکه څنګه چې مو مخکې وویل، ارو مرو د پشلمي لپاره پورته شئ؛ ځکه که پشلمی ونه کړی، د ورځې په اوږدو کې ډېر وږي کېږی او هغه ده چې په روژه ماتي باید ډېر خواړه وخوری. په یو ځل ډېر خواړه مو بدن ته زیان رسوي. هڅه وکړئ چې په روژه ماتي کې د خوړو انډول وساتی. لږ، خو با ارزښته خواړه وخورئ، نه د یوې مېلمستیا په څېر. ډېر او غوړ خواړه مو د هاضمې سیسټم خرابوي. د ماښام له لمانځه وروسته په ارامۍ سره ډوډۍ وخورئ او له هرې ګولې یې خوند واخلئ.

۳- څومره چې کولی شی اوبه وڅښئ

د اوبو له ګټو خو ښه خبر یاست. څومره چې کولی شی له روژه ماتي تر پشلمي اوبه وڅښئ، خو په دمه دمه. د ډېرو اوبو څښل د ورځې په اوږدو کې د بدن د اوبو د کمښت خطر کموي. لږ تر لږه له روژه ماتي تر پشلمي پورې باید اته ګيلاسه مایعات وڅښئ. مایعات کېدای شي اوبه وي، د بېلابېلو مېوو جوس وي، شیدې وي، شربت او یا هم سوپ وي. خو هغه څښاک چې په ترکیب کې یې کافئین وي، لکه: قهوه، چای او نوشابې له څښلو یې ډډه وکړئ؛ ځکه دغه مایعات د زیات ادرار لامل کېږي او بیا  هغه ده چې د بدن د اړتیا وړ اوبه نه شي پوره کولی.

سالم او متعادل غذایي رژیم، د ښې روژه نیونې لپاره کیلي ده. په روژه کې د نورو میاشتو پر خلاف کورنۍ ټول یو ځای ډوډۍ خوري. هڅه کوي چې په روژه ماتي او پشلمي دواړو کې د خپلې خوښې خوندور خواړه تیار کړي. نو ښه ده چې داسې غذایي رژیم برابر کړی، چې ارزښت یې یو څه زیات وي او له پشلمي تر روژه ماتي پورې مو ورسوي.

په پشلمي کې کوم خواړه وخورو؟

مېوې او سبزۍ

دا چې مېوې او سبزۍ په زیاته کچه فیبر لري، نو د روژې په میاشت کې یې د زیاتو کارولو سپارښتنه کېږي. مېوې او سبزۍ مو تر ډېره ماړه ساتي او له قبضیت څخه مخنیوی کوي. دغه راز مېوې او سبزۍ په خپل ترکیب کې په زیاته کچه بېلابېل وېټامینونه، معدني مواد او نور کېمیاوي مواد لري، چې د انسان د روغتیا لپاره خورا ګټور دي.

وریجې او د دې کورنۍ نور ډولونه

هغه خواړه چې په زیاته کچه فیبر او کاربوهایدرېټ لري، لکه: قهوه، وریجې، سبوس لرونکې ډوډۍ، چې تر ډېره د بدن د اړتیا وړ انرژي تولیدوي، د ورځې په اوږدو کې در سره مرسته کوي، څو ژر وږي نه شی.

غوښه او لبنیات

له پوستکي پرته د چرګانو غوښه او هغه لبنیات چې غوړ یې یو څه کم وي، په زیاته کچه پروټین لري. پر دې سربېره، د بدن د غښتلتیا لپاره هم خورا ګټور دي او له دفاعي سیسټم سره مرسته کوي. هغه لبنیات چې په ترکیب کې یې کلسیم وي، د هډوکو د کلکېدو لپاره ګټور دي.

په روژه ماتې څه وخورو؟

روژه ماتی نو بیا هغه وخت دی چې د ورځې په اوږدو کې له لاسه وتلې انرژي باید بیا تر لاسه کړی. هغه خواړه چې په دغه وخت کې یې خوری، باید د بدن د اړتیا وړ ټول مواد ولري، لکه: مېوې، سبزۍ، وریجې او د وریجو د کورنۍ نور ډولونه. غوښه او د لبنیاتو بېلابېل ډولونه هم له دې ډلې څخه دي. کېدای شي ډېری خلک په پوره توګه دغه ډول خوړو ته لاسرسی ونه لري، خو بیا هم باید هڅه وشي چې لږ تر لږه په روژه ماتي باندې یو واحد مېوه، یو څه سبزي او نور اړین څه را پیدا کړي، څو یې د خپلې روغتیا یوڅه تضمین کړی وي. ځکه که انسان روغ وي، هر څه کولی شي. تر هر څه وړاندې باید خپلې روغتیا ته پام وشي.

هڅه وکړئ چې په روژه ماتي او پشلمي دواړو کې د غوړو کچه را کمه کړی. له داسې غوړو څخه ګټه واخلئ، چې اشباع شوي نه وي، لکه: د سویا او کانولا غوړي.

د غوړو د زیانونو په اړه به مو ډېر اورېدلي وي، ډېری روغتیاپالان کورنیو ته د اوبلنو (مایع) غوړو سپارښتنه کوي او له جامدو غوړو یې منعه کوي. دوی وایي، جامد غوړ د وینې رګونه بندوي، چې په پایله کې د بدن ډېرو برخو ته وینه سمه نه رسېږي او د وینې د لوړ فشار او د زړه د سکتې لامل کېږي.

ایا د انګورو د هستې او کنجدو غوړ چې نن سبا په ډېرو کورنیو کې دود شوي، تر ټولو ښه غوړ دي؟

دا چې مایع نباتي غوړ د جامدو هغو په پرتله د بدن لپاره ګټور دي، نو کورنۍ اړې دي چې خپلې روغتیا ته په پام سره په خپلو خوړو کې له مایع غوړو څخه کار واخلي. مایع غوړ هم داسې نه دي چې په هېڅ ډول د روغتیا لپاره زیان نه رسوي، کېدای شي که د ډېر وخت لپاره یو ډول مایع غوړ هم وکارول شي، زیان رسوونکي ثابت شي. له همدې کبله روغتیاپالان وایي چې په یوې یا دوو میاشتو کې د خپل پخلي غوړ بدل کړی. د بېلګې په ډول، که مو یوه میاشت په خوړو کې د کنجدو غوړ کارولي وي، د یوې بلې میاشتې لپاره بیا د سویا غوړ وکاروئ، په همدې ترتیب د مایع غوړو نور ډولونه.

د لمر مخي (ګل افتاب پرست) غوړي، د کتان د زړیو غوړي او د کانولا مایع غوړي د هغو غوړو په ډله کې راځي، چې د روغتیا لپاره ګټور دي. ځینې غوړي بیا په خپل ترکیب کې امګا ۳ او امګا ۶ هم لري، لکه د پنبې او زیتون غوړي. امګا ۳ او ۶ د بدن د اړتیا وړ مواد ګڼل کېږي.

تر ټولو ښه غوړ کوم دي؟

یو روغ انسان په خپلو خوړو کې ټول هغه غوړي چې مایع وي او له نباتاتو څخه جوړ شوي وي، کارولی شي، خو هغه کسان چې د زړه او د وینې د لوړ فشار ناروغي لري، باید په خپلو خوړو کې د غوړو کچه راټیټه کړي. په ټوله کې ویلای شو چې په ورځني ډول چې کوم خواړه مصرفوو، د غوړو اندازه یې باید له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې وي. دغه سلنه یوازې د خالصو غوړو اندازه نه ده، بلکې هغه خواړه هم په کې شامل دي چې په خپل ترکیب کې غوړ لري، لکه: لبنیات، هګۍ، خستې او بېلابېل سابه.

Share25Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

مارچ 12, 2026

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In