د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا پرون ازادي راډيو ته ویلي، چې د ټاپي پروژې د حقوقي، مالي، تدارکاتي او تحقیقي برخو کارونه بشپړ شوي دي.
ښاغلي رسا زیاته کړه: «په ټوله کې له نېکه مرغه د ټاپي پروژې په برخه کې ښه پرمختګونه شوي او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به موږ عملاً په افغانستان کې د دغې پروژې د عملي کار شاهدان واوسو».
شاوخوا یو کال په افغانستان کې د ټاپي پروژې د تخنیکي چارو له پرانیستې کېږي او مسوولینو یې ویلي چې د تخنیکي، ماینونو، چاپېریال، د ځمکې د استملاک او ټولنیزو برخو چارې یې بشپړې شوې دي.
د ټاپي پروژه له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال ستره او مهمه اقتصادي پروژه ده، چې د عملي کار په پیل سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.