د لومړي ځل لپاره د افغانستان کرنیز محصولات له ځانګړي سوداګریز نښان سره نړیوال بازار ته صادرېږي. د دې سیستم د پلې کولو تړون د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې ترمنځ لاسلیک شو. د دې نښان د نه لرلو په دلیل لا هم د افغانستان ځینې کرنیز محصولات نړیوال بازار کې د نورو هېوادونو په نوم پلورل کېږي. خو له دې نوي سیستم سره به افغاني محصولات په نړیوال بازار کې د پېژندنې لپاره د سوداګرۍ نړیواله اداره کې په جي ای نښو سره ثبتېږي. د کرنې وزارت وایي، د ارزښتناکو افغان کرنیزو توکو د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا لپاره دا پروژه پیل شوې او د اروپايي ټولنې په مالي مرسته په څو پړاوونو کې اجرا کېږي. د کرنې وزیر نصیر احمد درانی وایي، د اروپايي ټولنې په ۴۶ میلیونه ډالرو مالي مرسته د دې پروګرام لومړی پړاو په یو کال کې ترسره کېږي.