ټاکل شوې چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د «د جغرافیایي نښانو» یا «GI» سیسټم جوړ او د افغانستان د تر ټولو عمده کرنیزو توکو له ډلې زعفران، د کندهار انار او د جلغوزیو ځانګړتیاوې په کې ثبت شي.
دغه سیسټم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» په همکارۍ او په کابل کې د اروپایي ټولنې د استازولی د دفتر او «GIZ» په مالي ملاتړ جوړېږي. دغه سیسټم په دریو پړاوونو کې چې د قوانینو او ځانګړو تقنیني سندونو تدوین، د محصولاتو ثبت او د دغه سیسټم ملاتړ او خوندي کول شامل دي، پلی کېږي.
د دې پروژې په لومړي پړاو کې د اروپایي ټولنې او «GIZ» موسسې له خوا ۴۶ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي، چې دا پړاو به د یوه کال په ترڅ کې بشپړ شي.