د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې له وچکالۍ ځپلو کورنيو سره د ۲۵۰۰ ټنو غنمو د وېش لړۍ پيل شوې، چې د مسوولينو په خبره، شاوخوا ٢٤ زره کورنيو ته به ورسېږي.
د پکتیا والي شميم خان کټوازي د يادو غنمو د وېش د پيل پر مهال ويلي، چې دا مرسته پر بزګرانو سربېره، هغو خلکو ته ورکول کېږي چې د تېر کال وچکالۍ يا وروستيو اورښتونو زيانمن کړي دي.
هغه ویلي: «دا غنم هغو خلکو ته تقسیمېږي چې وچکالي ځپلي يا بې ځايه شوي وو او په ټوله کې هغه خلک چې له لوږي سره مخامخ وو او زيانمن شوي وو. هغوی سروې شوي او منظم لېستونه يې ترتيب شوي دي».
د پکتيا د کرنې رييس محمدالدين مومند هم د زيانونو کچې او د خلکو شمېر ته په کتو ياده مرسته کمه بللې، خو په خبره یې، هغه کسان چې له دې مرستې پاتې کېږي، په راتلونکي پلان کې ورته ځای ورکوي او هڅه يې دا ده چې مرسته ور سره وشي.