معمولاً کار پنځوونکي د کار په پیل کې د زیاتې انرژۍ درلودونکي وي او غواړي هر څه ډېر په چټکۍ سره پرمخ بوځي. خو له یو څه وخت وروسته یې پام کېږي، ډېر کارونه شته چې لا یې نه دي تر سره کړي. ځکه یا یې وخت نه دی ورته پیداکړی او یا یې هم د تر سره کولو وړتیا نه لري. یا دا چې پانګه یې کمه ده او نه شي کولی د هرې برخې لپاره ځانګړی کس پر دنده وګوماري، هغه ده چې یو څه نا هیلی کېږي او ډېر کله یې د ماتې لامل هم کېږي.
دا هغه څه دي، چې د کوچني کارو بار لرونکي ارو مرو ور سره مخ کېږي او یوه طبعي پېښه ده. د دغو کارونو د تر سره کولو لپاره یوه ښه لار اړوند شرکتونو او متخصصو کسانو ته د کارونو سپارل دي. په دې لیکنه کې هغه ټکو ته اشاره شوې ده، چې باید د دې برخې اړوند شرکتونو او یا هم متخصصو کسانو ته وسپارل شي.
۱- بازار موندنه
که غواړی کاروبار مو پرمختګ وکړي، بازار موندنه یې باید یوه برخه وي. په کوچني کاروبار کې بازار موندنه هغه څه ده، چې باید ځانګړي کس، رسنۍ او یا هم اړوند یوه شرکت ته وسپارل شي، څو په ښه ډول یې تر سره کړي. نن سبا چې د اړیکو او انټرنټ نړۍ ده، نو بازار موندنه یې هم د پخوا په پرتله اسانه کړې ده. که تاسو د خپلو محصولاتو ځینې نمونې هغو وېب سایټونو ته وسپاری، چې د همدې برخې لپاره جوړ شوي دي، نو وبه ګوری چې په پر له پسې توګه به درته خلک په انلاین ډول د توکو د پېرلو غوښتنې استوي. که مو کاروبار نوی پیل کړی وي، نو اړتیا نشته چې خپلې پیسې بې ځایه ولګوی، څو پېرودونکي را جذب کړی. هڅه وکړئ چې دغه کار د همدې برخې اړوند شرکت ته وسپاری، ځکه ډېر کله ګټه په توان کېږي. د بازار موندنې تر ټولو ښه تعریف هم دا دی، چې بازار موندنه لګښت نه، بلکې پانګونه ده. که په سم ډول بازار موندنه وشي او په سر کې یې متخصص کسان شتون ولري، نو د داسې شیانو پېرلو ته خلک را جذبوي، چې هېڅ اړتیا ورته نه لري.
۲- د وېب پاڼې جوړول
لکه څه ډول مو چې مخکې وویل، نننۍ انلاین نړۍ ده. د یوې ښې او هر اړخیزې وېب پاڼې جوړول مو د کاروبار په پراختیا او پرمختګ کې مرسته کوي. د (ورډ پرس) طراح بیل اریکسون وایي، د یوې ښې وېب پاڼې جوړول لږ تر لږه ۱۴ اونیو وخت ته اړتیا لري. که د کارو بار څښتن خپل درې نیم میاشتنی وخت د یوې ښې وېب پاڼې پر جوړولو تېر کړي، نو نور اړین کارونه به یې څوک ورته کوي؟. نو ښه ده چې دغه کار له دفتره بېرون اړوند او متخصص کس ته وسپاري.
۳- د عکسونو او ویډیو اخیستل
عکسونه او ویډیو د عوایدو د زیاتوالي او کارو بار د پرمختګ لپاره نن سبا تر ټولو اړین دي. خو که دغه څه په غیر مسلکي توګه تر سره شي، د عکس او ویډیو کیفیت خرابوي، نه یوازې دا چې کاروبار به مو پرمختګ ونه کړي، بلکې منفي اغېز پرې کوي. د عکسونو او ویډیو ګانو لپاره باید پرمختللې کمرې ولری، چې ډېرې ګرانې دي. دغه راز د عکسونو او ويډیوګانو د اېډېټ او ډیزان لپاره ځانګړي کمپیوټر او یوه متخصص کس ته هم اړتیا ده. دا چې ستاسو کاروبار کوچنی دی، د دې برخې لپاره د متخصص کس نیول، ځانګړي کمپیوټر او لوړ قېمت کمرو اخیستل څه اسانه کار نه دی، نو ښه ده چې دغه کار هغه شرکت ته وسپارئ، چې په همدې برخه کې اړین توکي او ځانګړي کسان لري. کېدای شي د یوې قېمتي کامرې پر بیې تاسو خپل د څو میاشتو کارونه پر دغه شرکت تر سره کړی.
۴- د ټولنیزو شبکو مدیریت کول
ټولنیزې شبکې نن سبا د کاروبار په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. خو په دغو شبکو کې ستاسو د کاروبار اړوند معلوماتو خپرول، کومنټ او پیغام ته ځواب ورکول کېدای شي ستاسو ډېر قېمتي وخت ونیسي. ځکه تاسو ډېر نور کارونه هم لری، چې باید تر سره یې کړی. شته داسې کسان او شرکتونه چې کولی شي د ورځې په اوږدو کې په دوامداره توګه ستاسو ټولنیزې شبکې فعالې وساتي او د عوایدو لپاره درته یوه ښه سرچینه وي.
خو کله مو چې کاروبار پرمختګ کوي او لویېږي، بیا ښه ده چې د هرې برخې لپاره ځانګړي کسان په پام کې ونیسی، څو هر څه مو تر سترګو لاندې وي او کارونه مو له خوښې سره سم پر مخ ولاړ شي.