د لاجوردو لارې سوداګر وايي دوی د تګ راتګ پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي، خو حکومت بې پروايي کوي. هغه سوداګر چې غواړي سوداګریز توکي یې د لاجوردو له لارې اروپايي هېوادونو ته صادر شي وایي، افغان موټر چلوونکي او همدا راز موټرونه تر څنګ یې سوداګر د وېزې او بورډینګ پاسونو له ستونزو سره مخ دي او حکومت باید دغه ستونزه پر دې مسیر له پرتو هېوادونو سره حل کړي. سوداګر وايي چې همدا اوس یې موټرونه ولاړ دي خو د وېزې او بورډینګ پاسونو د ستونزو له امله پر لاجوردو لار تګ نه شي کولی. افغان حکومت هم ستونزه مني، خو وايي دا د سوداګرۍ یوه نوې تجربه ده چې د حل لپاره یې هڅې پيل شوې دي.