د هرات د معادنو او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم ویلي، په هرات کې صنعتي شهرک ته د برېښنا چارو تر بشپړولو وروسته به په دغه ولایت کې شل فابریکې پر کار پيل وکړي.
د خادم په خبره، دغه فابریکې به د غذايي او ساختماني توکو او همدا راز د اوسپنې د تولید په برخه کې پر کار پيل وکړي. هغه زیاته کړې چې اوسمهال په دغه صنعتي شهرک ۳۰۰ فابریکي کار کوي، چې نږدې ۲۵ زرو کسانو ته یې کاري زمینه برابره کړې ده. د خادم په خبره، د دغو کارګرانو ډېره برخه ښځې دي، چې د نویو فابریکو د تولید په پيل سره به یې شمېره نوره هم لوړه شي.
د دغه ولایت د صنعتي خونې رییس په داسې حال کې د دغو فابریکو لپاره د برېښنا د زیاتېدو خبره کوي، چې له ایران او ترکمنستان څخه هرات ۱۶۰ مېګاواټه برېښنا راځي.