د ګرمۍ په موسم په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي. د اوبو همدا کمښت ښايي انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي.
د بدن د اړتیا وړ اوبو د پوره کولو لپاره باید د روژه ماتي او پشلمي پر مهال زیاته اندازه اوبه او اوبه لرونکي خواړه وخوړل شي. له ځینو ناروغیو د مخنیوي لپاره مېوه، سابه، اوبه، شیدې او نور هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې زیاته اندازه اوبه لري، وکاروئ.
۱- په پشلمي کې لږ تر لږه دوه ګیلاسه اوبه باید ضرور وڅښل شي. له جوس او یخو اوبو څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې وزن زیاتولی شي.
۲- داسې خواړه وخورئ چې په ترکیب کې زیاته اندازه اوبه ولري؛ ځیني خواړه لکه هندواڼه او سلاد د بدن د اړتیا وړ اوبو په پوره کولو کې ډېره مرسته کوي.
۳- د روژه ماتي پر مهال په یو ځل اووه یا اته ګیلاسه اوبه څښل هېڅ کومه ګټه نه لري؛ کوښښ وکړئ په وقفه یې ډول یا هر ساعت یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ.
۴- روژه پر خرما او دوه ګیلاسه اوبو ماته کړئ.
۵- کله چې د تراویح لمانځه او یا نورو عبادتونو ته ځی، نو یو بوتل اوبه له ځانه سره یوسی.
۶- د شپې له خوا یو بوتل اوبه له ځانه سره نږدې کېږدی.
۷- کوښښ وکړئ چې ګرمو او لمر لرونکو ځایونو ته خپل تګ راتګ ډېر کم او محدود کړی.