ترانسپورټ وزارت د ۱.۹ میلیاردو افغانیو په لګښت په تخار کې د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو او له میدان وردګو تر غزني د ۴۰ کیلومتره سړک د بیارغولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د ترانسپورټ وزارت سرپرست یما یاري د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال ویلي، د تخار ولایت له ینګي کلا ولسوالۍ څخه تر چاهاب ولسوالۍ د شاوخوا ۲۷ کیلومتره سړک جوړول او د دغه ولایت له خواجه بهاءالدین ولسوالۍ څخه د ای خانم بندر تر مسیره د ۲۲،۷ کیلومتره سړک جوړول شامل دي.
دغه راز نوموړي ویلي، د کابل ــ کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت له سیداباد ولسوالۍ څخه تر غزني ولایته د ۳۰۱ میلیونو افغانیو په لګښت د ۴۰ کیلومتره سړک د بیارغونې او مراقبت قرارداد هم لاسلیک شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، د پروژې چارې په یوه کال کې بشپړېږي او لګښت یې د اسیا پراختیايي بانګ له خوا ورکول کېږي.