د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج ویلي، ښايي د امریکا د بندیزونو له امله سوداګر په چابهار بندر کې پانګونه و نه کړي او د هند او ایران ترمنځ ددغه بندر د پراختیا لپاره ګډه همکاري زیانمنه کړي. نوموړې ټینګار کړی چې ددغه بندر په اړه به خپلې اندېښنې له امریکايي چارواکو سره شریکوي. سره له دې چې امریکايي چارواکو دغه بندر له بندیزونو مستثنی کړی دی، خو د هند د بهرنیو چارو وزیرې ویلي په دې اړه به ځان په بشپړه توګه ډاډه کوي. نوموړې همدا راز د امریکا د وروستیو اقداماتو له امله له ایران سره د خپل هېواد سوداګري او راکړه ورکړه هم په زیان او خطر کې بللې ده او وايي کوښښ به وکړي چې په دې برخه کې له امریکايي چارواکو سره ستونزې حل کړي.