افغان او امریکايي چارواکو سره منلې چې افغانستان کې د امریکا ولسي پروژو ته بیا کتنه وکړي. دا ګام د افغان حکومت په غوښتنه د دې لپاره پورته کېږي چې دا مرستې د بې اغېزې پروژو پر ځای په داسې بنسټیزو پروژو ولګېږي چې څرګندې پایلې ولري. د هغو پروژو شمېر ۲۵۰ ته رسېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا اداره یا یو اېس اېډ یې افغانستان کې مالي ملاتړ کوي. خو دا پروژې چې د روغتیا، زدکړو، کرنې او ښې حکومتولي په برخه کې د افغانستان مختلو برخو کې روانې دي، افغان حکومت یې پایلې څرګندې نه بولي. ټاکل شوې ده چې د امریکا او افغانستان ګډ پلاوی دا پروژې وارزوي او پایلې دواړو حکومتونو ته وسپاري. کابل کې د امریکا سفارت هم د سې شنبې په ورځ رسنیو ته اعلامیه کې ویلي، چې له ارزونو وروسته به متحده ایالتونه دا مالي مرستې د افغانستان د پرمختيايي ستراتیژۍ له مخې درجه بندی کړي.