د کانونو او پټروليم وزارت ویلي، د اقتصاد عالي شورا د ننګرهار د شوکاڼي طرحه منظور کړې، چې د يو قرارداد له مخې به هلته د پنځلسو ميليونو ډالرو پانګونې په ارزښت، د پروسس يوه ستره فابريکه جوړه او د استخراج او پروسس کارونه به یې منظم شي.
د یاد وزارت وياند عبدالقدير مطفي پرون پژواک ته ويلي، چې د اقتصاد عالي شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د تالک پروژې طرحه منلې ده.
د نوموړي په خبره، د اقتصاد عالي شورا په درېیمه غونډه کې چې د غويي په ۲۶مه په جمهوري ریاست کې جوړه شوې وه؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان د تالک پروژې طرحه چې د اکتشاف، ګټې اخیستنې او پروسس برخه کې جوړه شوې وه، وړاندې کړې ده.
د یادې پروژې په عملي کېدو سره به د سیمې ډېرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.