د حیرتان بندر مسوولین وایي چې ددغه بندر له لارې د وارداتو کچه لوړه شوې ده خو د صادراتو بیا ټېټه ده. د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس شېر احمد سپاهي زاده وایي، چې د حیرتان بندر له لارې هره ورځ تر شپېتو لاریو پورې توکي هېواد ته وارېدېږي. دده په خبره د وارداتو په پرتله د صادراتو کچه خورا کمه ده. هغه زیاته کړې چې هره ورځ نږدې شپږ لارۍ توکي له دې بندر صادرېږي. سپاهي زاده وایي چې ددې بندر له لارې له قزاقستان، روسیې، چین او ځينو نورو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ترسره کېږي.