دا لومړی ځل دی چې سعودي عربستان د کفیل له موجودیت پرته په مستقیمه توګه بهرنيو وګړو ته دایمي اقامه او د کاروبار اجازه ورکوي. تر دې مخکې بهرني وګړي اړ وو، چې په سعودي عربستان کې د اوسېدو لپاره یو عرب وګړی خپل کفیل ونیسي او دغه عرب به د بهرني کس ټولې چارې په خپل لاس کې لرلې. اوس د سعودي عربستان حکومت ویلي چې دوی به له دې وروسته په مستقیمه توګه بهرنیانو ته اقامه ورکوي. ددې طرحې له مخې هغه کسان چې په سعودي عربستان کې پانګونه کوي او هلته ژوند کوي د ځانګړو شرایطو تر پوره کولو وروسته به د دايمي اوسېدو او کاروبار جواز تر لاسه کولی شي.