د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په کابل کې د ژر رسېدونکو مېوو په دویم نندارتون کې ویلي، ټاکل شوې چې سږ کال پر ۳۰ زره جريبه ځمکه د ژر او ناوخته رسېدونکو مېوو باغونه جوړ شي.
په دغه یو ورځني نندارتون کې چې د کرنې په وزارت کې جوړ شوی و، د کندوز، بلخ، سمنګان، بغلان او ننګرهار ولایتونو مېوې لکه شفتالو، زردالو او بېلابېل سابه نندارې ته اېښودل شوي وو.
د دغه وزارت د چارواکو په خبره، همدا اوس د هېواد په ختيځ زون کې د ژر رسېدونکو مېوو شاوخوا درې زره جرېبه باغونه موجود دي، چې نږدې ۱۲ زره ټنه مېوه ترې ترلاسه کېږي.
د یادو چارواکو په خبره، دوی هڅه کوي چې په هېواد کې د مېوي تولید زیات او په دې برخه کې له بڼوالو سره لازمې مرستې وکړي.