د طبي څېړونکو یوه ډله په دې وروستیو کې په دې اړه څېړنه کوي، چې په تېرو وختونو کې استعمالېدونکي ساده خواړه د روغتیا لپاره څومره گټور دي. د همدې څېړنو په نتیجه کې ثابته شوې چې د زیتونو تېل نه یوازې دا چې انسان د زړه له ناروغیو ژغوري، بلکې د وینې فشار هم کنټرولوي.
د یوه برېټانیایي سيمه ییز پوهنتون له خوا په ترسره شوې دې څېړنه کې د زړه پر ناروغۍ د اخته کسانو تشې بولې، د زیتونو تېل له شپږو اونیو مسلسل استعمال وروسته وڅېړل شوې، چې په نتیجه کې ثابته شوه چې د زیتونو د تېلو استعمالول په بدن کې د شریانونو فعالیت په زیاتولو سره د زړه د حملې مخه نیسي.
د څېړنې پر اساس د ورځې ۲۰ ملي لېتره او یا هم څلور کاچوغې د زیتونو تېل نه یوازې دا چې انسان د زړه له ناروغیو ژغوري، همدا راز زړه روغ او جوړ هم ساتي.
د کاریولوجي وسکولر او میډیکل ساینس انسټېټیوټ مشر ډاکټر بل مولن وايي، چې که څوک په پیل کې پوه شي چې د زړه پر ناروغۍ اخته دی، نو په عاجله توگه دې د زیتونو تېلو استعمال پیل کړي چې د دې ناروغۍ د زیاتېدو مخه نیسي او انسان له هغې درملنې ژغوري چې ډېر لګښت پرې راځي.