جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

په کورنۍ کې ښه چلند مو ژوند ښایسته کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

مې 20, 2019
in ژوند
0 0

ډېری کسان کله چې په ټولنه او یا هم کاري چاپېریال کې وي، له خلکو او خپلو همکارانو سره ډېر په زړه پورې، صمیمي او له مینې ډک چلند کوي، چې له نیکه مرغه دا یو ښه عادت دی او په دې سره یې ورځ تر بلې د ملګرو شمېر هم زیاتېږي. خو له بده مرغه، کله چې دغه کسان کور ته ننوزي، دا هر څه له دروازې بېرون پرېږدي، داسې رفتار او خبرې کوي چې په یو ډول نه یو ډول یې د مېرمنې د آزار او خپګان سبب کېږي. ډېره کله دا خبرې ان د بې ادبۍ تر سرحده پورې رسېږي، خبره دومره له چوکاټه وځي، چې ان مقابل کس یې هم د زغملو توان له لاسه ورکوي.

کله چې موږ له خپلې مېرمنې سره  ښه چلند کوو، دا په دې مانا ده چې هغوی موږ ته ارزښت لري او دا څه  د مېرمنو لپاره تر هرڅه ارزښتناک او د قدر وړ دي، دوی احساس کوي چې خاوند ته یې څومره مهمه ده او د خاوند په شتون کې د پوره ډاډ او امنیت احساس ورته پیدا کېږي. کله چې تاسو خپلې مېرمنې ته په احترام قایل شی او درنښت ورکړی، معلومه خبره ده چې دوی دوه چنده له تا سره ښه چلند کوي او په درنه سترګه درته ګوري. دا څه یوازې د مېرمنو کار نه دی، بلکې که تاسو په هر ډول چاپېریال کې له خلکو سره ښه چلند وکړی، نو په بدل کې به یې ښه چلند وینی. دا خبره سمه نه ده چې وایي: «ښه مه کوه بد نشته»؛ بلکې اصلي خبره دا ده چې وایي: «انسان د احسان تابع دی»، که دې ښه وکړل په بدل کې به یې ښه ویني او که خدای مه کړه له چا سره بد چلند وکړی، نو بیا د ښو تمه هم مه ترې کوئ. څېړنو ثابته کړې ده، چې د نارینه‌وو په نسبت ښځې څو چنده پر خپلو مېړونو مهربانه دي. کېدای شي ځینې وخت د مېرمنې لخوا هم له خاوند سره بد چلند وشي، خو په ګډ ژوند کې دا هر څه ممکن دي او باید د دواړو ترمنځ د خبرو له لارې جوړ جاړی وشي. مشهوره خبره ده چې وایي: «که یو کس د بام پر سر یوازې ژوند کوي، بهتره داده چې له یوې ژبورې ښځې سره تر چت لاندې ژوند وکړي». مېړونو ته هم لازمه ده، چې تل د خپلو خبرو واک په خپل لاس کې واخلي، تل متین او باوقاره اوسي. د یوه نارینه لپاره لازمه ده چې هر موقعیت ته په کتو سره خبرې وکړي او خبرې یې د دې سبب نه شي، چې خدای مه کړه د چا د ازار سبب وګرځي.

کېدای شي کله په کور کې تاسو په غوسه وی، خو کله چې دروازه ټک ټک کېږي، ژر تر ژره باید د خپلو خبرو لهجې ته بدلون ورکړئ او په ډېره نرمه او له مینې څخه په ډکه لهجه او خلاص تندي له راغلي کس سره خبرې وکړئ. له دې لیکنې څخه مو موخه دا ده، چې له هر چا سره باید د خبرو کولو ځانګړی طرز په پام کې ونیسئ، په ځانګړي ډول له خپلې مېرمنې سره، ځکه هغه ستاسو د ژوند شریکه ده، که تاسو د خپل ژوند له شریکې سره ښه اړیکه ونه لری، نو مه هېروئ چې له خپل ژوند څخه په هېڅ صورت سره خوند نه شی اخیستی او بالاخره دا څه د دې سبب کېږي، چې اولادونه به مو هم په ښه روحیه نه وي روزلي او ان ډېری وخت کېدای شي ستاسو په کورنۍ کې د درز لامل وګرځي.

د دې لپاره چې پوه شی تاسو په خپل کور کې له مېرمنې سره په اصولو او د ادبي معاشرت په چوکاټ کې خبرې او چلند کوئ که نه؟ باید دغو پوښتنو ته ځوابونه ووایئ.

مېرمن مو ستاسو د خبرو او ورځني چلند په اړه څه احساس لري؟

ستاسو چلند ستاسو د مېرمنې پر عزت نفس باندې څه تاثیر لري؟

مېرمن مو د یوه نعمت په سترګه درته ګوري او که په شتون مو شرمېږي؟

دغو پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره به درته جوته شي، چې تاسې څه ډول کس یاستی، که پوه شوی چې تاسو په سم ډول له خپلې مېرمنې سره د معاشرت د ادابو له مخې پر مخ نه ځی، نو لا هم وخت لری چې خپل ځان جوړ کړی، څو له پاتې ژونده خوند واخلی.

څه باید وکړی؟

تاسو پر دې پوهېږی چې مینه ګوستاخي نه، بلکې د ښه ژوند لپاره تر ټولو یوه ښه لاره ده. که په رښتیا هم له خپلې مېرمنې سره مینه لری، نو ضرور باید له هغوی سره د معاشرت اداب هم زده کړی. د دغه کار د کولو لپاره تر ټولو مخکې له هغو کارونو لاس واخلئ، چې د مېرمنې د خپګان او ازار سبب مو ګرځي.

په دغه ځای کې درې شیان دي، چې له تاسو سره مرسته کوي، څو له مېرمنې سره مو د معاشرت اداب زده کړی.

۱- له مېرمنې سره مو داسې چلند وکړئ، چې تاسو یې هم د کولو تمه ترې لری.

۲- کله چې تاسو له کور څخه بېرون، په ټولنه، کاري چاپېریال او له نږدې ملګرو سره څه ډول چلند کوی، په کور کې هم په هماغه ډول خندان او مینه ناک اوسئ.

۳- هغه څه چې مخکې مو مېرمنې در څخه غوښتي، تر اوسه مو نه دي تر سره کړي، بیا ترې وپوښتئ، دغه څه هم ور سره شریک کړئ او قناعت ورکړئ چې غوښتنې یې باید په داسې سرحد کې وي، چې ستاسو له وس سره پوره وي. ډاډه یم کله چې له خپلې مېرمنې سره په سم ډول چلند وکړی، په هر ډول در سره ګزاره کوي، ځکه چېرته چې خوښي وي، هلته بیا مادیاتو ته دومره ارزښت نه ورکول کېږي او معلومه خبره ده، چې خوښ ژوند په ډېرو پیسو او مادیاتو کې نشته، یوازې موږ خپله کولای شو چې د ځان لپاره د خوښ ژوند زمینه برابره کړو او بس.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In