پوهنې وزارت یو ځل بیا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ښوونکو د معاشونو لوړولو طرحه یې ولسمشر ته لېږلې ده. د پوهنې وزارت وايي په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ښوونکو د معاشونو له کموالي شکایت کړی دی، چې له همدې امله دوی د معاشونو د لوړلو طرحه ولسمشر غني ته استولې ده او د همدې روان کال په اوږدو کې به د ښوونکو په معاشونو کې زیاتوالی راشي. د سرچینې په خبره د طرحې له مخې د ۱۲ام پاس ښوونکي په معاش کې ۵۰۰ او د څوارلسم پاس ښوونکي په معاش کې ۱۰۰۰ افغانۍ ډېروالی راځي. پوهنې وزارت همدا راز ویلي چې ددې تر څنګ به هر ښوونکي ته د ورځې اتیا افغانۍ د تګ راتګ کرایه هم ورکړل شي. ددغه وزارت چارواکو ویلي، چې په هېواد کې د روان وضعیت او د ښوونکو د ډېروالي له امله دوی په کافي اندازه په معاش کې زیاتوالی نه شي راوستلی. ښوونکي په افغانستان کې د حکومت تر ټولو کم معاش لرونکي ملکي مامورین ګڼل کېږي.