پاکستان وایي د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې افغانستان ته د سمنټو صادرات ډېر شوي دي. د پاکستاني حکومت چارواکو ویلي په تېر کال کې افغانستان او پاکستان ته د صادراتو کچه ټېټه وه، خو روان کال د وړم کال د ورته مودې په پرتله د پاکستاني سمنټو صادرات ډېروالی ښيي. د سرچینې په خبره د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان او هند ته د پاکستان د سمنټو صادرات ۵۶ سلنه لوړ شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي دوی هڅه کوي په سیمه کې سوداګریزې ستونزې حل کړي او په دې توګه د خپل هېواد د صادراتو کچه لوړه کړي.